Barmal News

The Afghanistan former cricketer and Captain Muhammad Asghar Afghan talk on the afghan natoinal team that depeat continuously two time by Srilanka.د افغانستان د کرېکټ پخوانی لوبغاړی او کپتان محمد اصغر افغان د افغانستان ملي لوبډلې په اړه خبرې کړي اویلي یي دي چي پرله پسې دوه ځله د سریلانکا لخوا نه د افغانستان ملي لوبډلي ته ماتې .


‏د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان اصغر افغان د سریلانکا پر وړاندې د ملي لوبډلې له پرلپسې ماتو وروسته پخپلې فېسبوکپاڼه لیکلي دي، چې افغان لوبغاړي ښه وړتیا لري او له هغوی سره له نږدې کلونه کار ورته ثباته کړې، چې په اسانۍ کولای شي سریلانکا ته ماتې ورکړې، خو د پرلپسې ماتو عمده دلیل د لوبډلې کمزوری مدیریت دی. 

‏نوموړی وایي: «زه خپل لوبغاړي شاید تر بل هر چا ښه وپیژنم او تر څنگ یې شاید د سیالیو په میدان کې د هر یوه د قوت او ضعف په نکاتو تر بل هر چا ښه درک ولرم. په پوره ډاډ ویلای شم چې زمونږ لوبډله او زمونږ اتل لوبغاړي د سریلانکا په پرتله خورا پیاوړي او د ډېرو تجربو درلودونکي دي. خو دا چې ولې پرلپسې ماتیږو، شاید عمده لامل یې تر موږ د مقابلې لوبډلې ښه مدیریت او په سیالۍ کې په پلان د عمل پوره تمرکز وي. چې زه یې له بده ‌مرغه له ډیره وخته راهیسې د خپلې لوبډلې


په مدیریت کې نه وینم.» 

‏ښاغلی اصغر وایي، دا ډیره اړینه ده چې هیڅکله باید مدیریت صرف په خبرو او پلان صرف په تیوري کې راټول نشي، بلکې پوره عملي کار غواړي او ښه سم یې (د سیالۍ له سره تر پایه) غواړي. لوبډله د متفاوتو مثبتو پایلو لپاره پوره حاکمیت، اغیزمن مدیریت او انسجام او د یوه منلي او منظم مضبوط سیستم له لارې هراړخیز چمتووالي ته اړتیا لري او دا د کرکټ په نړیوال سټیج کې یو منل شوی حقیقت هم دی.



Post a Comment

0 Comments